افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه (جوزا ۱۵ ) د یوه ټویټ په خپرولو سره اعلان وکړ چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د ایران د ایران د اسلامي جمهوریت د صادراتو د ادارې له مشر سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د طب او طبي تکنالوژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزیر د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو پروګرامونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سیروم د تولید فابریکې رامنځته کولو ته اړتیا لرو.
له بلې خوا په افغانستان کې د ایران د صادراتو د ادارې مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو د ټینګار په ترڅ کې وویل، موږ چمتو یو چې له لازمو څېړنو وروسته د سیروم د تولید د فابریکې په جوړولو کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړو.