افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه تړونونه پرون یکشنبه (جوزا ۱۴) د مخابراتو وزارت او د افغان بېسیم او MTN شرکتونه ترمنځ د اسلامي امارت د رئیس الورزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شول.
د يادو قراردادونو پر بنسټ به دغه دوه شرکتونه په لرو پرتو سيمو په تېره بيا په کندهار، نورستان، بدخشان، اروزګان، زابل، کونړ، ننګرهار او کابل ولايتونو کې ٣٣ سايټونه جوړوي چې خلک يې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسى نه لري.
د يادو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ملا برادر وويل، حکومت به د نورو سکتورونو ترڅنګ خلکو ته د ښو او با کيفيته مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
اسلامي امارت په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه تړونونه لاسلیک کوي، چې دجمهوریت پر مهال یې اکثره یا په جګړه کې وو او یا هم د اسلامي امارت تر واک لاندې وو.