افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سازمان د بشری مرستو د همغږۍ څانګې (اوچا) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې د بشری مرستو د اړمنو افغانانو په اړه د یوې نوې ارزونې پر بنسټ د ۲۰۲۳ کال له پیله تر جون میاشتې پورې ۵۰۰ زره نور کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۸،۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی، خو اوس ۲۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
OCHA د ۲۰۲۳ کال لومړیو پنځو میاشتو ارزونه کړې او ویلي یې دي چې د روان کال د پاتې اوو میاشتو پاتې ناحل شوي مسئلو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.
ملګري ملتونه وايي، له اړمنو سره د مرستې او نورو بشري پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره لږ تر لږه ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
که اړینې مرستې د ملګرو ملتونو او نورو همکارو سازمانونو ته وسپارل شي، لږترلږه ۲۰ میلیون خلک به مرستې ترلاسه کړي.
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه یې له ۱۷،۳ میلیونو انسانانو سره لږ تر لږه ۹۲۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.