دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 271157
ټاکل شوې د کابل-کندهار پر لویه لار لسګونه پلچکونه ورغول شي
د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د کابل-کندهار پر لویه لار لسګونه ویجاړ شوي پلونه به بیا ورغول شي.
افغان غږ خبری آژانس: د زابل ولایت د فواید عامې رئیس مل پاسوال احمدالله احمدي وايي، د کابل-کندهار د لویې لارې په اوږدو کې له (قلات څخه تر کندهاره) پورې ۷۲ پلچکونه جوړیږي.
 
نوموړي د کابل-کندهار د لويې لارې د بيارغونې د دوام خبر هم ورکړ او زياته يې کړه، چې د دې لارې ټول تاسيسات به ورغول شي.
 
ویل شوي، چې د کابل-کندهار د لویې لارې ۷۲ کیلومتره برخه د کانونو پر ځای د قراردادي شرکت له خوا رغول کېږي.
 
باختر آژانس د دغې پروژې د قراردادي مسوول حکيم الله وفا له خولې ليکلي چې د دغې لويې لارې په بيارغونه کې به د قرارداد له مخې کيفيت په پام کې ونيسي.
 
هغه زياته کړه، چې په دې پروژه کې يې لسګونه سيمه ييز کارګران ګومارلي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د کابل-کندهار لويه لار د تېرو دوو لسيزو جګړو له امله سخته ويجاړه شوې او ترميم او بيارغونې ته جدي اړتيا لري.
 
https://avapress.com/vdciwzaryt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته