افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، جوزا ۱۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې د طبي شورا پر کاري پلانونو خبرې وشوې.
د طبي شورا رهبري د دغه رياست د کاري پلانونو موخه د روغتيايي خدمتونو ښه کول او معياري کول وبلل او ويې ويل، چې د يادو پلانونو د منظورۍ له امله کار روان دى، چې د روغتيايي سکتور په برخه کې د راپور ورکولو په پړاو سربېره، د تشخیص او درملنې مرحلې به د روغتیا سکتور سره هم مرسته وکړي.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد وړاندیز وکړ چې د دې طرحو د بشپړ تحلیل لپاره باید د لوړو زده کړو وزارت، عامې روغتیا وزارت او د طبي شورا استازو ته اړتیا وي، تر څو د هغوی په اړه د کارپوهانو خبرې اترې وشي.
مولوي عبدالکبير وويل، چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو او درملنې معياري کول يوه جدي اړتيا ده او طبي شورا په دې موخه د ځينو روغتيايي څانګو لپاره پلانونه چمتو کړي دي.
باید وویل شي، چې ډېری هېوادوال د روغتیايي معیاري سیستم د نشتوالي له امله ګاونډیو هېوادونو او سیمو ته د درملنې لپاره ځي.