افغان غږ خبری آژانس - کابل: د « بهزیستی تحرک» موسسې مسؤلین وایی چې د دغو ځنځیرونو د بیارغونې کار د دوشنبې په ورځ د جوزا په ۸ مه د دایکنډی ولایت د اسلامی امارت د سیمه ییزو چارواکو په شتون سره پیل شو.
د دې ادارې د مسوولینو په وینا، دغه روغتیايي مرکزونه د دایکنډي ولایت په نهو ولسوالیو کې موقعیت لري چې په معیاري ډول رغول کېږي.
د دوى په وينا، د دې پروژې لګښت شل ميليونه افغانۍ دى، چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې دې ادارې څه موده وړاندې په باميانو ولايت کې د ٢٤ روغتيايي مرکزونو د جوړولو او ترميم چارې پيل کړې وې.