دخپریدو نیټه :شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 270751
د فوټسال ملي لوبډلې لبنان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د خپلو دریو دوستانه سیالیو په لومړۍ لوبه کې لبنان ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ دوستانه لوبه کې له لبنان څخه درې پر دوه وګټله.
 
په دې لوبه کې، چې پرون په لبنان کې ترسره شوه، افغان ملي لوبډله همغږي او جارحانه ښکارېده او په دې وتوانېده چې کوربه لوبډلې ته ماتې ورکړي.
 
په دې لوبه کې د افغانستان لپاره رضا حسین پور، علي امیري او فرزاد محمودي ګولونه وکړل.
 
د ایران د فوټسال لوبغاړي د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د خپلو تمریناتو له ختمولو وروسته نن سهار له تهران څخه د لبنان د پلازمینې بیروت په لور روان شول.
 
د افغانستان او لبنان ترمنځ دویمه لوبه د شنبې په ورځ او د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ ترسره شي.
 
د افغانستان د فوټبال فدراسيون يوې سرچينې باختر آژانس ته وويل چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي په رسمي نړيوالو سياليو کې د پياوړي شتون په خاطر له لبنان سره دوستانه او چمتوالي لوبې کوي.
 
https://avapress.com/vdchmvniz23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته