افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن (پنجشنبه، جوزا ۴) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه بندیان پرون خوشي شوي او بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د وياند دڅرګندونو له مخې: دغه بنديان په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت او په کراچۍ کې ددغه هيواد دقونسلګرۍ په هلوځلو خوشي شول .
له بلې خوا په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسل عبدالجبار تخاري وايي چې دغه اتباع د چهارشنبې په ورځ (جوزا ۳) د سند له زندانونو او د چمن له پولې څخه هېواد ته لېږدول شوي دي.
تخاري په یوه ویډیويي ټیپ کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر ودروي او د دغه هېواد په زندانونو کې پاتې اتباع خوشي کړي.
په کراچۍ کې دعراق قونسل جنرال وايي چې په خوشې شویو بندیانو کې ماشومان هم شامل دي.
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت د وياند دمعلوماتو له مخې تراوسه پورې دوه زره او ٣٤٢ تنه افغان اتباع دپاکستان له زندانونو ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي .
اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په څو مواردو کې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان اتباعو د خلاصون اعلان کړی و.