افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو او کلتوررئیس ایام الدین یلداش نن چهارشنبه د جوزا په ۳مه،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه بهیر د حج او اوقافو ریاست په همکارۍ په لاره اچول شوی دی. په ټولو دولتي کتابتونونو کې د څو دولتي بنسټونو او د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شخصا کار پیل شوی دی.
د هغه په وينا، په دې پروسه کې د تعويذ ليکنې، د اسلامي مذهبونو ترمنځ اختلافي، د شريعت خلاف او د افغانستان د ملي کلتور خلاف کتابونه راټولېږي.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه چې دغه پروګرام به په مرکز او ولسواليو کې د دغه ډول کتابونو تر بشپړ راټولولو پورې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوریت پر مهال په هېواد کې د کتابونو واردات د پام وړ زیات شوي وو او هر ډول کتابونه له مسوولو او غیر مسوولو بنسټونو واردېدل.