دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 270488
په تېرو دوو مياشتو کې سلګونو بهرنيو سيلانيانو د باميان له تاريخي او طبيعي ځايونو ليدنه کړې
د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې سلګونو بهرنيو سيلانيانو د دغه ولايت له تاريخي ځايونو، طبيعي منظرو او لرغونو اثارو څخه ليدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سیلانیانو آمر محمد دین مفلح وايي چې د ۱۴۰۲ کال له پیل راهیسې د بېلابېلو هېوادونو ۲۶۵ بهرنیو سیلانیانو د بامیان له لرغونو او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
 
د باختر آژانس د خبر له مخې، هغه زياته کړه چې دغه سيلانيان د فرانسې، ايټاليا، امريکا، تايوان، چين، هند، پاکستان، ايران، هسپانيا، المان، سويس، روسيې او انګلستان څخه وو.
 
بامیان د خپلو ځانګړو تاریخي، طبیعي او سیاحتي ځایونو او جاذبو په درلودلو سره تل د بهرنیو سیلانیانو لپاره ځانګړې علاقه لري.
 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې بامیان ته د بهرنیو سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
 
د بامیان اوسېدونکي هم وايي چې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره د بامیان د زیربناوو په بیارغونه کې پانګونې ته اړتیا ده.
 
https://avapress.com/vdcev78wvjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته