افغان غږ خبری آژانس - د ایران د خراسان ولایت د امنیت او قانون د تنفیذ مرستیال رضایی وویل: د اسلام قلعه له پولې څخه د دغه ولایت د تایباد ولسوالۍ د دوغارون په لور د مسافر وړونکو او افغان او ایرانی تجارتی توکو د تګ راتګ مخه نیول شوي خو ایراني چاروامې دا خبري ردوي.
هغه زیاته کړه: معمولاً د شنبې په ورځ د ایران له لوري له پولې، کله ناکله د سوداګریزو توکو د تصفیې او ګمرکي چارو بهیر ځنډول کېږي، نو د تېرو اوونیو په څېر نن هم لنډه وقفه وه او افغان لوري هم د توکو په لیږلو کې یې ځوابي اقدامات وکړل."
د ایران د اسلامی جمهوریت دغه چارواکی څرګنده کړه: له څه د پاسه نیم ساعت وروسته او د ګمرکی چارو په ترسره کولو کښې د ځنډ له لرې کولو وروسته، د پولې دواړو غاړو کې حالت عادي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د دوغارون ګمرک چارواکو وویل چې تیر کال له دغې لارې څه دپاسه دوه میلیونه ټنه مالونه وارد شوي.
دا هم ویل کیږي چې هر کال شاوخوا یو میلیون مسافر او موټر چلوونکي له دې ځمکني پولې څخه تیریږي.
په همدې حال کې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د افغانستان او ایران ترمنځ پوله تړل شوې ده.