دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 270313
محمد الهندي: له ملي یووالي سره مقاومت به ډېرې لاسته راوړنې ولري
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د سیاسی څانګې مشر ټینګار وکړ د دښمن توغندوی د سرایا القدس قوماندانان د فلسطینی ملت د ملی اتلولۍ او عزت په سمبول بدل شول.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی جهاد غورځنګ د سیاسی څانګې مشر«محمد الهندی» ټینګار وکړ، سرایا القدس په خپل ټول قوت سره له دښمن سره مخامخ شو او له دغې جګړې څخه په لازیاته هوښیارۍ متحد او د ګډو عملیاتو خونې سره په همغږۍ کې وتلي دي.
 
الهندي په هغو مراسمو کې چې د غزې د جګړې د وروستیو شهیدانو د یاد په مناسبت د «آزادۍ د انتقام» په نوم جوړ شوي وو، د جهاد او مقاومت پر بنسټ د فلسطینیانو یووالی وباله او ویې ویل: په ملي یووالي سره مقاومت کولای شي ډېرې لاسته راوړنې ولري او موږ هم په دې برخه کې یو موټی او یووالي ته ژمن یو.
 
هغه څرګنده کړه، صهیونیسټی دښمن هڅه کوی چې د حماس په ګواښلو سره د فلسطین ملت او د هغوې د ملتونو ترمینځ تفرقه واچوی خو د فلسطین وحدت دغه ګواښونه مات کړل .
 
مخکې د صهیونیسټي رژیم پوځ اعلان کړي وو چې د غزې تړانګې د حملو په وړاندې یې د «الدره و الشام» په نوم نوی پوځي عملیات پیل کړي دي او د اسلامي جهاد مقاومت غورځنګ به درې ورځې دوام وکړي.
 
د فلسطین د مقاومت د ډلو ګډې کمیټې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د یرغل په دوهمه ورځ د «طار الاحرار» په نامه د عملیاتو د پیل او د مقاومت د توغندیو د ځوابولو اعلان وکړ. د وروستيو شمېرو له مخې پر غزې تړانګې د اسرائيلو د يرغل په نوي پړاو کې ۳۳ تنه شهيدان او ۱۹۰ تنه ټپيان شوي دي.
 
د «فلسطین الیوم» د شبکې د راپور له مخې، الهندي همداراز ټینګار وکړ چې صهیونیسټ رژیم د غزې د تړانګې د مقابلې توان نه لري او د جګړې له لومړۍ ورځې څخه یې د اوربند د ټینګولو په لټه کښې دی او دغه جنایت خپل له لاسه وتلی جبر بیرته ترلاسه کوي.
 
https://avapress.com/vdcb8gb5frhbzfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته