افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزه سوداګرۍ، د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې او خپلو منزلونو ته د توکو د رسېدو په اړه خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د تاتارستان جمهور رئیس ته په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ بلنه ورکړه.
د تاتارستان د ولسمشر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو د عزیزي د بلنې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د یوه دولتي پلاوي او لویو خصوصي شرکتونو سره افغانستان ته سفر وکړي.
له بلې خوا د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د تاتارستان جمهوریت د سوداګرۍ د خونې له رئیس رامیل مفلیتوف سره د افغانستان د فدرالي دولتونو د څوارلسمې روسیه او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډې په څنډه کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ملکیتونو د لېږد په مناسبه بیه له زیاتو اسانتیاوو سره خبرې وشوې.
د تاتارستان سوداګرۍ خونه د غنمو، تیلو او ګازو صادراتو او د روسیې فدراسیون او د تاتارستان جمهوریت لخوا د اړتیا وړ توکو واردولو په سکتور کې د لوړ ظرفیت لرونکي سوداګرو څخه جوړه ده.
دوه ورځې وړاندې افغان پلاوی په روسیه کې د ۲۰۲۳ کال په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ. دغه پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان او روسیې او د نړۍ د نورو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د پانګونې د ودې په اړه خبرې اترې وکړي.