دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 270223
تېر کال په خالد بن ولید قول اردو کې تر ۳۵۰۰ ډېر بېلابېل ډوله موټرونه ترمیم شوي دي
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې یې ۳۵۷۳ بېلابېل پوځي وسایط ترمیم کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خالد بن ولید قول اردو چارواکو نن پنجشنبه د ثور ۲۸ مه په ټوېټر ولیکل چې په تېر کال کې یې له ۳۵۰۰ څخه زیات بېلابېل وسایط ترمیم کړی دی.
 
د دغو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه شمېر موټر چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لوژستيکي ملاتړ په مرکز کې وو، ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.
 
د دې قول اردو مسوولین زیاتوي، چې دغه وسایط او تجهیزات په تېر حکومت کې ویجاړ شوي وو، چې د دوی د هڅو په پایله کې بېرته ورغول شول.
 
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو درستيزوال خالد وايي، چې په دې قول اردو کې موټر د بيت المال اړوند دي او دوی يې د ساتنې هڅه کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې امريکايي ځواکونو د خپلو وتلو پر مهال ډېرى وسايط او پوځي تجهيزات له منځه وړي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په ننګرهار ولايت کې د خالد بن وليد قول اردو قرادت لري، چې په تېر حکومت کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو په نوم يادېده.
 
https://avapress.com/vdcb5gb5frhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته