دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 270188
په ننګرهار کې د ۲۱۷ زره ډالرو په لګښت د نجونو یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د په همکارۍ په دغه ولایت کې د ۲۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن چهارشنبه د ثور په ۲۷ مه په ټویټر کې لیکلي چې په دغه ولایت کې د ۲۱۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د نجونو یو ښوونځی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
 
د خبرپاڼي دڅرګندونو له مخې: دغه ښوونځى اته درسي ټولګي، دوه اداري خونې، څلور تشنابونه او يوه کمپيوټر خونه لري.
 
د ننګرهار ولایت د رسنیو د مرکز د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی په ۴۱۰ متره مربع مساحت کې جوړ شوی دی.
 
د ننګرهار د رسنيو دفتر په داسې حال کې د نجونو د دغه ښوونځي د جوړېدو خبر ورکوي، چې په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو نږدې شل مياشتې تېرې شوې دي. که څه هم چارواکو تل ویلي چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي به ژر پرانستل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په لغمان او پکتيا ولايتونو کې د بهرنيو موسسو له خوا د ښوونځيو څو بابه فعاليتونه پيل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbwgb5wrhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته