افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال فضل الرحمن صدیق وايي، په دغو مرستو کې دوه بلیډ ټراکټورونه، دوه کارګو سایکلونه، دوه موبايل ماشینونه، دوه تریشرونه او نور وسایل شامل دي.
نوموړي د دغو مرستو د ټول لګښت په اړه څه ونه ويل، خو ډاډ يې ورکړ، چې د کروندګرو د اقتصاد د پياوړتيا په موخه به نورې مرستې هم له همکارو موسسو څخه ترلاسه کړي.
بل خوا د ډنمارک د کډوالو شورا له خوا په جلال اباد ښار، د ننګرهار په مرکز او د دغه ولایت د کامې او ګوشتې ولسوالیو له شاوخوا ۱۹۳ کورنیو سره چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته ۱۴۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه مرستې په جلال اباد ښار کې پر ٨٤ کورنيو، په کامه کې ٩٧ کورنيو او په ګوشته کې ١٢ کورنيو ته، چې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د خوراک نړيوال سازمان په ننګرهار کې له ١٢٥ کروندګرو سره د غلې دانې د زېرمه کولو د وسايلو مرسته وکړه.