دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 270009
د ۴۰ میلیونه ډالرو بسته کابل ته ورسیده
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو یوه بسته نن یکشنبه (ثور ۲۴) کابل ته راورسېده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (یکشنبه، ثور ۲۴) په ټویټر کې لیکلي چې دغه پیسې د کابل په یوه سوداګریز بانک کې زیرمه شوي دي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، دغه پیسې د ملګرو ملتونو په ځانګړي بانک کې د دغه سازمان د بنسټونو د استفادې لپاره په یو خصوصي بانک کې ساتل کېږي او اسلامي امارت ورته لاسرسی نه لري.
 
تېره اوونۍ کابل ته د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه کڅوړه راورسېده.
 
د شمېرو له مخې، کابل ته د نغدي مرستو د لېږد له پيل راهيسې، د ٤٠ ميليونو ډالرو ٣١ کڅوړې او د ٣٢ ميليونو ډالرو په ارزښت ٣٠ کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي. د دغو مرستو ټولټال څه باندې دوه میلیارد او ۱۹۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
 
https://avapress.com/vdcdzz0xnyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته