دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 269968
په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه داخلي بې ځایه شوي دي
په جنیوا کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو د څارنې مرکز په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نیټې پورې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو شمېر ۴ میلیونه او ۳۹۴ زره تنه وو چې د جګړو، طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلون له امله بې ځایه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په جنیوا کې د داخلي بې ځایه شویو د څارنې مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې به په ټوله نړۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمېر ۷۱،۱ میلیونو ته ورسیږي چې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.
 
د دې راپور له مخې، د نړۍ د داخلي بې ځایه شویو نږدې درې پر څلورمه برخه یوازې په لسو هیوادونو کې ژوند کوي: سوریه، افغانستان، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، اوکراین، کولمبیا، ایتوپیا، یمن، نایجریا، سومالیا او سوډان.
 
د دغه راپور په دوام کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال د دسمبر تر ۳۱ مې نېټې پورې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو شمېر ۴ میلیونه او ۳۹۴ زره تنه وو چې د جګړو، طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلون له امله بې ځایه شوي او د خوندي ځایونو او سرپناه د موندلو په هڅه کې دي.
 
موندنې ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو په شمېر کې ۷۲۳ زره کسان اضافه شوي چې دا په ۲۰۰۸ کال کې د دغه مرکز له جوړېدو راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.
 
راپور دا هم ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړو له امله د داخلي بې ځایه شویو په شمېر کې ۳۲ زره او د طبیعي پېښو له امله ۲۲۰ زره کسان زیات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfv1d0cw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته