دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 269951
د بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې له څه باندي ۳۶۰۰ کورنیو سره خوراکي او نغدي مرسته وشوه
د بادغیس ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له ۲۶۶۶ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو د نړیوال سازمان له خوا مرسته شوې ده. بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په میدان وردګو ولایت کې له ۹۲۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بادغیس ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې دغه مرستې د جمعې په ورځ د ثور په ۲۲مه د دغه ولایت په تګاب عالم ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو وویشل شوې.
 
د چارواکو په وینا په دغو مرستو کې پنځوس کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو چرس او د ماشومانو لپاره خوراکي مواد شامل وو.
 
دغه مرستې د ورلډ ویژن انسټیټیوټ چې یوه له نړیوالو مرستندویه موسسو څخه ده، پر اړمنو کورنیو ویشلې ده.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم د وردګو په مرکز کې له ۹۲۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
 
د ميدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رياست د ثور په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه مرستې د دغه ولايت په جلرېز، هسکې مېنې، بهسودو او دايميرداد ولسواليو کې پر اړمنو کورنيو وېشل شوې دي.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۶۱۷۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه چې د دغو مرستو ټوله اندازه ۵۶۷۸ زره افغانۍ وه.
 
د میدان وردګو د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته دا نغدي مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د بشري مرستو په وېش کې له ناسم چلند څخه شکایتونه شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې په اوسني وخت کې د افغانستان د خلکو او د بیکارۍ په سختو شرایطو کې د ملي او نړیوالو بنسټونو مرستې حیاتي ګڼل کیږي.
 
https://avapress.com/vdchmwniz23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته