دخپریدو نیټه :جمعه ۲۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 269901
د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر په سمنګان ولایت کې حکومت ته تسلیم شو
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فیروزالدین منیب افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې سیمه ییزو چارواکو د بامیان د پخواني والي طاهر زهیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دره صوف بالا په ولسوالۍ کې هرکلی وکړ. .
 
هغه وويل چې طاهر زهير حکومت ته له تسليمېدو وروسته اوس ايبک او بيا مرکز ته لېږدول کېږي.
 
د یادولو وړ ده چې طاهر ظاهر تیر کال په بلخاب ولسوالۍ کې له مولوي مهدي سره د اسلامي امارت په مخالفت ودریدی.
https://avapress.com/vdccxoqis2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته