افغان غږ خبری آژانس - په افغانستان کې د FAO استازی ریچارد ټریچارد د مراکشی ملخانو یرغل د افغان بزګرانو د غنمو لپاره یوه جدی اندیښنه وبلله.
د دغه سازمان د استازي په وینا، په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو کې ملخان د ودې په بېلابېلو پړاوونو کې لیدل شوي، چې دغه وضعیت په مرکزي ولایتونو کې هم لیدل شوی دی.
هغه وویل: «مراکشي ملخان د ونو فصلونه، څړځایونه او ۵۰ خوراکي محصولات په شمول له ۱۵۰ څخه ډیر نباتات خوري چې ټول په افغانستان کې کرل کیږي. دا د کروندګرو، ټولنو او ټول هیواد لپاره لوی ګواښ دی.»
د هغه په وينا، ٢٠ او ٤٠ کاله وړاندې په بلخ کې دوو سترو بريدونو د افغانستان د غنمو د کلني حاصلاتو نږدې ٨ او ٢٥ سلنه له منځه وړې وه.
ټرینچارډ زیاته کړه: "د سږکال د حاصلاتو وړاندوینې ترټولو غوره دي چې موږ په دریو کلونو کې لیدلي دي." مګر دا زیاتوالی ګواښ کوي چې دا ټولې وروستي لاسته راوړنې له منځه یوسي او د سږکال او راتلونکي کال په پای کې د خوراکي خوندیتوب وضعیت د پام وړ خراب کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د مراکش ملخان په ټوله نړۍ کې د نباتاتو ترټولو زیانمنونکي آفتونه دي.
دغه آفتونه ښايي سږ کال په نړۍ کې له اووه سوه زرو څخه تر ۱.۲ میلیونه ټنو غنم له منځه یوسي.
د يادونې وړ ده، چې د بېکارۍ، وچکالۍ او طبيعي پېښو ترڅنګ، چې په هېواد کې يې د پراخې بې وزلۍ لامل شوى، که چېرې دغه افت په کروندو کې راښکته شي، خامخا به د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز وکړي.