دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 269848
د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د غزې پر وضعیت او د شخړو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د ملکي وګړو وژنه یې وغندله.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال فرحان حق د چهارشنبې په ورځ (ثور ۲۰) وویل چې صهیونیسټ رژیم باید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې د ملکي وګړو د ژوند او د ملکي سیمو د ساتنې لپاره خپل مکلفیتونه مراعات کړي.
 
فرحان حق وویل: د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ټولو خواوو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي او د شخړو د سمدستي د بندولو هڅه وکړي.
 
د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په شپه (ثور ۲۰) په یوه راپور کې اعلان وکړ چې دغه رژیم د مقاومت د راکټي حملو په ځواب کې د غزې په تړانګه کې ۱۳۳ نقطې بمباري کړې دي.
 
د غزې په تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو د سه شنبې په سهار(ثور ۱۹) د مقاومت توغندیز بریدونه له هغه وروسته ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې د اسلامی جهاد غورځنګ د دریو لوړ رتبه قوماندانانو په شمول ۱۵ فلسطینیان شهیدان او یوشمیر ښځې او ماشومان ووژل شول.
 
د فلسطین د روغتیا وزارت د پنجشنبې په سهار په غزې تړانګې د اسرائیلي رژیم د حملې د شهیدانو د شمیر د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغه حمله کښې ۲۵ تنه شهیدان شوي او د ټپیانو شمیر ۷۰ تنو ته رسیدلی دی.
 
فلسطیني ډلو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په اشغال شویو سیمو لږ تر لږه ۷۰۰ توغندي او توغندي توغول شوي دي. په عین حال کې صهیونیسټي پوځ هم ادعا کړې ده چې ۴۶۹ راکټونه او توغندي یې د فلسطین پر اشغال شوي خاوره توغولي دي.
 
https://avapress.com/vdcc0oqi42bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته