دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 269818
ندیم: د پوهنتونونو نصاب به ډېر ژر عام شي
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي، چې د هېواد د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د تعدیل کار بشپړ شوی او ډېر ژر به عام شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم چې په دې وروستیو کې پروان ولایت ته تللی، په یوه غونډه کې د پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې د بشپړیدو اعلان وکړ.
 
هغه وويل، چې د افغانستان د پوهنتونونو د نصاب د بيا کتنې چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به دغه توکي محصلينو او استادانو ته وړاندې شي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه راز زیاته کړه، چې د هېواد د پوهنتونونو استادانو ته به د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړو زمینه برابره شي.
 
ندا محمد ندیم په هېواد کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو له خوا د جعلي او خیالي درجو پر وېش د نیوکې ترڅنګ وویل چې خصوصي پوهنتونونه باید د دولتي پوهنتونونو په څېر د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره برابر وي.
 
خو د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو شتون نه دی یاد کړی.
 
له دې وړاندې اسلامي امارت لومړی تر بلې خبرتیا پورې د ښځینه محصلینو پر زده کړو بندیز ولګاوه او بیا یې اعلان وکړ چې ښځې دې په بهرنیو ادارو کې کار نه کوي، چې د نړۍ له پراخو غبرګونونو سره مخ شول.
 
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سرمنشي له مرستیال مارتین ګریفیتس سره په لیدنه کې ویلي وو، چې له زده کړو او کار څخه د ښځو ایستل دایمی نه دي، خو د اسلامي امارت په تعليمي نظام کې د نظر اختلاف دی چې حل به شي.
https://avapress.com/vdcjvhe8ouqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته