دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 269776
په فاریاب ولایت کې د نجونو لپاره یوه لویه دیني مدرسه پرانیستل شوه
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنه ښار کې د "فاطمة الکبری" په نوم یو لوی خصوصي ښوونځی چې د ۱۰۰۰ زده کوونکو په ظرفیت جوړ شوی، د نجونو لپاره پرانیستل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - فاریاب: د فاریاب د پوهنې رئیس مولوی حفیظ الله معتصم بالله د دغه ښوونځی د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: د «فاطمه الکبری» د نجونو ښوونځی د یو نیک شخص له خوا د میمنې په ښار کې چیرې چې ښځینه ښوونکي به تدریس کوي.
 
هغه دغه راز زياته کړه چې په فارياب کې د نجونو لپاره څلور خصوصي ښوونځي شته چې رسمي جواز لري او په پام کې ده چې په راتلونکي کې له دغو ښوونځيو څخه فارغ شوي کسان په ښوونځيو او تحصيلي موسسو کې وګمارل شي.
 
د فاریاب ولایت د پوهنې رییس وویل: ښځې لومړنۍ ښوونکې دي چې پیغمبران یې په غیږ کې را لوی شوي، ښځې د زړورتیا بېلګې دي، کله چې سالمه ټولنه ولرو، باید د ښځو ښوونې او روزنې ته هم پاملرنه وشي. د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې لازمه ده چې د هر نارینه ښوونځي تر څنګ د ښځو ښوونځی هم جوړ شي.
 
د دې لېسې يو استاد مولوي محمد صابر روحاني وايي، دغه اداره د زرو شاګردانو د منلو ظرفيت لري، چې څلور تنه شيخ به يې د لويانو لپاره په انلاين ډول تدريس کوي او ١٤ ښځينه استادانې به زده کوونکو ته په شخصي توګه درس ورکوي.
 
روحاني زیاته کړه، په دې ښوونځي کې د دیني علومو ترڅنګ د معاصرو علومو د تدریس لپاره هڅې روانې دي.
 
د ښوونځي يوې ښځينه ښوونکې نرګس وويل، چې د قران کريم له مخې غواړي هغه څه نورو ته هم ورسوي، چې له پنځه کلنۍ راهيسې يې له ښوونکو څخه زده کړي دي، تر څو يوه سالمه ټولنه ولري.
 
https://avapress.com/vdccmoqie2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته