افغان غږ خبری آژانس - تهران: د عامې روغتیا وزارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې په دې غونډه کې په بامیان ولایت کې د امام خمینی (رح) د ۲۰۰ بستریز روغتون د کار پر پرمختګ او د ویروس د انتقال د مخنیوی پر میکانیزم خبرې وشوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په ایران کې د افغان کډوالو د درملنې لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو، د لوړ کیفیت درملو پر اړتیا، د طبي وسایلو پر اړتیا او د روغتیايي پرسونل د ظرفیت د لوړولو او د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.
په دغه کتنه کښې د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي وویل: مونږ باید د دیني، کلتوري او ژبني ارزښتونو په بنیاد د روغتیا په برخه کښې د هیوادونو ترمینځ اسانتیاوې رامنځته کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ایران د ټکنالوژۍ، طب او دودیزو درملو د برخو له مسوولینو سره په کتنه کې په افغانستان کې د دغه هېواد د پانګونې او د تجربو د شریکولو غوښتنه کړې وه.
د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست په دې وروستيو کې ايران ته سفر کړى او د دغه هېواد له چارواکو سره يې کتلي دي.