دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 269699
متقي: په افغانستان کې یوه تروریستي ډله هم نشته/ د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي
د اسلامي امارت دبهرنيو چارو سرپرست وزير په اسلام آباد کې ويلي دي چې په افغانستان کې يوه تروريستي ډله هم نشته او اسلامي امارت به هيڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې دافغانستان خاوره دبل هيواد پرخلاف وکاروي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۸ مه د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې په خپله وینا کې وکړې.
 
هغه وویل: «دا حقیقت چې دوی وايي په افغانستان کې څو ترهګرې ډلې شتون لري هغه پروپاګند دی چې له شلو کلونو راهیسې زموږ پر ضد ترسره کیږي.
 
هغه زیاته کړه: "دا ټول زموږ د بدنامولو هڅې دي."
 
متقی و تحريک طالبان پاکستان ته په اشارې سره وويل، دغې ډلې ته له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي. ځکه د ده په وینا دا کار د اسلامي امارت او پاکستان په ګټه نه دی.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې چې د اسلامي امارت اراده دا ده چې هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
 
هغه دا هم وویل چې د سې شنبې په ورځ د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې نورو خواوو هم ژمنه کړې چې د هیچا ځای او ځمکه به د یو بل پر ضد نه کاروي.
 
د يادونې ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي له څلورو ورځو راهيسې په اسلام آباد کې دى.
 
https://avapress.com/vdcgyy9xyak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته