افغان غږ خبری آژانس: د فرانسې دغه مشهور ټلویزیون ستوری اعلان کړی چې اسلام یې منلی او له خپلې مور سره د خدای کور ته تللی دی.
ډیلان تیریري له خپلو مینه والو سره د عمرې حج عکس شریک کړی چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې له خپلې مور سره کړی و.
د یو عکس په تشریح کې چې هغه د خپلې مور سر ښکلوي، تیریري لیکلي: "دا ترټولو غوره انځور دی، زما د مور سره یو انځور چې ما ته یې د اسلام درس راکړ.
هغه زیاته کړه: زه خپل ژوند ستا پوروړی یم، ځکه تا زما سترګې دې ښکلي دین، اسلام ته پرانیستې.