دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 269628
د کندهار ولایت له ۶ زره ۳۰۰ کروندګرو او مالدارانو سره د ۸۰۰ زره ډالرو په لګښت د کوکنارو د کښت د بدیل په توګه مرسته کېږي
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د همکارو موسسو په مرسته به د دغه ولایت پر ۶۳۰۰ بزګرانو او بڼوالو د ۸۰۰ زره ډالرو په لګښت د کوکنارو بدیل کښت وویشل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار د کرنې ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې پر ۱۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه د غنمو او سبزیجاتو په ګډون د کوکنارو د بدیل په توګه کرل شوې ده.
 
د دې پروژې مسوول لطف الله اسدي وايي، د کندهار په پنځو ولسواليو کې د ۶۳۰۰ کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت د بديل په توګه څه باندې ۸۰۰ زره امريکايي ډالر په پام کې نيول شوي دي.
 
دی وايي، دا د (DCA) یوه له مرستندویه موسسو څخه ده، چې په کندهار کې یې پر ۹۰ هکتاره ځمکه د سبزیجاتو تخمونه کرلي، چې اوس یې د حاصلاتو پړاو ته رسېدلی دی.
 
اسدي وايي، په جېري، ډنډ، دامان، پنجوايي او ميوند ولسواليو کې به ۶۳۰۰ کروندګرو او مالدارانو ته د نشه يي توکو د کښت، بديل کښت او مالدارانو د بديل په توګه ژوندي څاروي ورکړل شي.
 
په ورته وخت کې د کندهار د کرنې ریاست د کرنې رئیس ایمل حکیمي وايي، د بدیل کښت په برخه کې اته همکارې ادارې کار کوي، چې پایله یې ډېره مثبته ده، ځکه په وینا یې په دغه ولایت کې د ۳۰ سلنه زیاتوالی اټکل شوی دی. سږ کال یوازې د غنمو حاصلات ورکړل شوي دي.
 
ویل شوي چې د کروندګرو لپاره د کوکنارو په بدیل فصل کې د رومي بینګو، هندواڼو، کدو او نورو کرنیزو تخمونو اصلاح شوي تخمونه شامل دي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان په اساس په هیواد کې د کوکنارو کښت منع دی.
 
https://avapress.com/vdcir3arvt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته