افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د هېواد په شمال کې فاریاب، جوزجان او بلخ او په شمال ختیځ کې کندز ولایتونه پرون (جمعه، ثور ۱۵) د سخت طوفان شاهدان وو چې شاوخوا درې ساعته یې دوام وکړ. په دې ولایتونو کې سیاحت ګډوډ شوی
د تګ راتګ ستونزو او د بریښنا بندیدو سربیره؛ دغه سخت دوړو توفان د هېواد په شمال کې د خلکو کرنې ته هم ستر زیان اړولی دی.
د بلخ د کرنې ریاست د کرنې د ترویج رئیس محمد حسین عظیمي نن (شنبه، ثور ۱۶)
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې پرونۍ طوفان په دغه ولایت کې د ونو فصلونه او کرنې شل سلنه زیانمنې کړې دي.
د جوزجان د کرنې رئیس عبادالله انصاري هم
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "پرون سخت طوفان د دغه ولایت څه باندې څلوېښت سلنه مېوې او د ونو ښاخونه له منځه وړي او د دغه ولایت حاصلاتو ته یې ډېر زیان اړولی دی."
هغه زياته کړه چې د ونو فصلونو له منځه تللو سره باغ لرونکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.
په همدې حال کې د کندز ولایت د کرنې رئیس امان الله حسن له
افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې وویل، چې پرونۍ طوفان د مېوو د کښته کېدو، د سبزیجاتو په برخه کې د آفتونو او ناروغیو د انتقال او په دغه ولایت کې د غنمو د کروندو د سوځېدو لامل شوی دی.
د فارياب د کرنې رياست مرستيال نور الهدا متوکل هم وايي، چې طوفان د دغه ولايت کرنې ته سخت زيان اړولى، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.
د يادونې وړ ده، چې د درنو بادونو له امله د دغو څلورو ولايتونو سربېره تخار او پلازمېنې کابل هم زيانمن شوي دي.