دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 269414
په کندهار ولایت کې د سویلي زون لپاره د خوراکي توکو د کیفیت د معلومولو لابراتوار جوړ شو
د خوړو او درملو ملي ادارې مسؤلینو پرون چهارشنبه د رئیس الوزرا د اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې د هېواد په سویلي ولایتونو کې د خوراکي توکو د کیفیت د معلومولو په موخه د لوړ تخنیکي لابراتوار پرانیسته وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د خوړو او درملو د ملي ادارې رئیس ډاکټر عبدالباري عمري وايي، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په کندهار ولایت کې د خوراکي توکو د کیفیت ازمایښت لابراتوار فعال شو.
 
ډاکټر عمري زياته کړه، چې د هېواد په څلورو زونونو کې به د سيمې په کچه د نړۍ له عصري او پرمختللو معيارونو سره سم مجهز خوراکي لابراتوارونه جوړ شي.
 
هغه څرګنده کړه، چې د خوارځواکۍ خطر تر ډېره د خوراکي توکو د لابراتوار د نشتوالي او د هغې د معیاري کېدو له امله دی.
 
ښاغلی عمري دا هم وايي چې پر دې لابراتوار دوه نیم میلیونه ډالره لګښت راغلی.
 
د عمري په وينا، په تېر کال کې ١٦٥٠ ټنه بې کيفيته خوراکي توکي له منځه وړل شوي او يو شمېر فابريکې هم کشف شوې، چې د زړو خوراکي توکو نوى تاريخ جوړوي.
 
په ورته وخت کې دجمهور رييس مرستيال عبدالسلام حنفي هم وايي چې هېواد ته د لوړ کيفيته خوراکي توکو او درملو راوړل د هرچا اسلامي دنده ده.
 
نوموړی زیاتوي چې اسلامي امارت چمتو دی چې د بې کیفیته خوراکي توکو مخه ونیسي او په لومړي ګام کې به د زونونو په کچه او بیا په هر ولایت کې لابراتوارونه جوړ کړي.
 
حنفي څرګنده کړه چې د بې کيفيته توکو له واردونکو سره به د شرعي معيارونو مطابق چلند وشي.
 
https://avapress.com/vdcb89b5arhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته