دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 269284
بامیان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د مرستیالې سفر/ د استوګنې لپاره د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله افغانستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ بامیان ولایت ته ورسېد. په بامیان کې د اسلامي امارت له والي سره د لیدنې او خبرو پر مهال یې د مولوي عبدالله سرحدی په ملتیا په دغه ولایت کې د استوګنې د یوه استوګنې د بنسټ ډبره کېښوده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مرستیاله د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون دوشنبه د ثور میاشتې په ۱۱ مه سهار بامیان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل او د کډوالو او بې ځایه شویو د ستونزو د حل او د ښځو پر ستونزو خبرې وکړې.
 
اغلې ګیلان تریګس د بامیان ولایت له والي او سیمه ییزو چارواکو سره تر لیدنې وروسته د بامیان ولایت په مرکز کې د غره د غارونو اوسیدونکو او داخلي بیځایه شویو لپاره د استوګنې د یوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله ویلي چې دغه اداره تر خپل مالي ملاتړ لاندې په بامیان کې بې ځایه شویو کډوالو او اړو کسانو ته مرستې رسوي.
 
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د بامیان ولایت د خلکو د ستونزو د هواري لپاره په نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.
 
د باميان د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي سرحدي د دغه ښارګوټي د پرانېستې پر مهال وويل، چې له ډېرو کلونو وروسته به د باميان د غرو د غارونو اوسېدونکي کورونه ولري.
 
د باميانو والي دغه راز په باميان ولايت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دغه اداره د داخلي بېځايه شويو سره د مرستې تر څنګ د هغو سوداګرو مېرمنو ملاتړ کوي چې د هنر په بازار کې فعالې دي.
 
باید وویل شي، چې په بامیان ولایت کې لسګونه کورنۍ له کلونو راهیسې د بودا په شاوخوا کې په غارونو کې په خورا بد حالت کې ژوند کوي. دغه کورنۍ د بې وزلۍ له امله نه شي کولی د ځان لپاره کور جوړ کړي.
 
https://avapress.com/vdcg7y9xtak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته