دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 269283
د جاپان سفیر په کندهار ولایت کې له یو شمېر اقتصادي فعالانو سره وکتل
په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا د يکشنبې په ورځ د ثور په لسمه کندهار ولايت ته سفر وکړ او د دغه ولايت له يو شمېر اقتصادي فعالانو او سوداګرو سره يې وکتل او خبرې يې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د جاپان سفیر کندهار ولایت ته سفر وکړ او د یوې غونډې په ترڅ کې یې له سیمه ییزو چارواکو او یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
 
د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجي محمد یونس مهمند په دې ناسته کې وویل: افغانستان اوس په بشپړه توګه خوندي دی او د پانګونې لپاره کافي فرصتونه شته.
 
هغه زیاته کړه، موږ له جاپاني سوداګرو غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له افغان سوداګرو سره ګډه سوداګري پیل کړي.
 
په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا د افغانستان او جاپان اړيکو ته په اشارې سره وويل چې دغه هېواد له کلونو راهيسې له افغانستان سره ښې اړيکې لري.
 
هغه زیاته کړه، چې افغانستان د اسیا زړه دی او د نورو سکتورونو ترڅنګ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې هم مهم رول لري، نو جاپان له افغانستان سره همکارۍ ته لېواله دی.
 
ښاغلي تاکاشي زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې هېوادونه وهڅوو چې د بشري مرستو پر ځای د افغانستان د اقتصاد زیربنایي سکتورونه پياوړي کړي، څو افغانان کار پیدا کړي او افغانستان پر ځان بسیا شي.
 
تاکاشي وویل: د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې له موږ سره همکاري کوي.
 
په دې کتنه کې د هېواد يو شمېر سوداګرو هم د فابريکو د جوړولو په برخه کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې، د افغانستان او جاپان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا په موخه د کنفرانسونو له لارې د نظريو تبادله او مشورې، د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو برابرولو، د جاپان سوداګرو ته د بلنې ورکولو په برخه کې د هېواد يو شمېر سوداګرو هم خبرې وکړې.

باید وویل شي، چې جاپان په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی. دغه هېواد له افغانستان سره د روغتیا، د ټولنیزو ستونزو د حل، د کوچنیو او لویو پروژو د جوړولو په برخو کې مرستې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcfc1d0mw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته