دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 269237
په کندز ولایت کې ۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ۹ ولسوالیو کې یې ۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د کندز د پولیسو ویاند جمعه الدین خاکسار نن دوشنبه د ثور ۱۱ مه وویل چې ۵۰ جریبه ځمکه چې ډېره برخه یې په اقتاش ولسوالۍ کې ده، په بشپړه توګه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د کوکنارو د اړولو لړۍ له ١٥ ورځو راهيسې د کندوز په نهو ولسواليو کې پيل شوې او تر بشپړې له منځه وړلو پورې به يې دوام وکړي.
 
دکندز دامنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې ددغه ولايت امنيه قوماندان امنيتي ځواکونو ته دنده سپارلې ده چې دغه بهير په جدي توګه ترسره کړي او دکوکنارو له اړولو وروسته خلک په دغو ځمکو کې حلال فصلونه وکري .
 
په همدې حال کې له کوکنارو او نورو نشه يي توکو څخه د کرنیزو ځمکو د پاکولو لړۍ نه یوازې په کندز بلکې په ټول هیواد کې دوام لري او دا لړۍ له څو میاشتو راهیسې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم پیل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcexo8wfjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته