افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ډاکټر نورمحمد ثاقب نن (یکشنبه د ثور ۱۰مه) د یوې خبري ناستې پر مهال وویل: دغه سهمیه د حاجیانو د غوښتنې پر بنسټ ټاکل شوې ده.
د نورمحمد ثاقب په وينا، د زون په کچه ټول حج کمپلکسونه ترميم او مجهز شوي، چې له کام اير سره د تړون په لاسليک سره به سږ کال له څلورو زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهار) څخه الوتنې وشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست وايي، په مکه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره لازمې اسانتیاوې لکه د استوګنې، د ورځې درې وخته خواړه او ترانسپورت په پام کې نیول شوی او ټاکل شوې چې د حاجیانو لومړۍ الوتنه د میزان په لومړۍ نېټه ترسره شي.
نورمحمد ثاقب زیاتوي، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په کچه د رقابتي بهیر په پیلولو سره با استعداده او تکړه استادان استخدام شوي، چې سږ کال به له ۶۵۲ حاجیانو سره یو ځای او د ۴۵ حاجیانو لپاره به یو ښوونکی وګمارل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسوولینو په هڅو او پاملرنې سره سږ کال د هر حج لګښت ۳۹۲۴ ډالره اټکل شوی، چې معادل ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي.