دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 269166
پاکستان ۵۶ افغان کډوال له بنده خوشې کړل
خبري سرچینې وايي، پاکستان د کراچۍ له ازادو زندانونو ۵۶ افغان کډوال خوشي کړي او د اسلامي امارت چارواکو ته یې سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مدافع وکیل او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې منجې کاکړ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د ۲۴ ماشومانو په ګډون ۵۶ افغان کډوال د پاکستان له کراچۍ زندانه خوشې شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
 
د کاکړ په خبره، ۶۰ نور افغان کډوال هم د پاکستان د سند ایالت په زندانونو کې بندیان دي.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټري پیغام کې اعلان کړی و، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل ته له راستنیدو وروسته له نظاماني سره وکتل.
 
موتي له نظامي څخه غوښتنه کړې وه چې نور افغان بندیان هم تر اختر مخکې خوشي کړي.
 
له بلې خوا د پاکستان سفیر هم ویلي چې افغانستان ته د ده له راتګ سره د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شوې او د پاکستان سفارت به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره د ویزې د اسانتیا د میکانیزم په برخه کې همکاري وکړي.
 
https://avapress.com/vdcfv1d0vw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته