افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ د هاوان مرمۍ د چاودیدو له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين شاوخوا درې بجې د دې ولايت د سيداباد ولسوالۍ په دشت ټاپ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې ناچاوده ماينونه ماشومان وژني.