کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وردګ په مرکز کې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي

9 ثور 1402 ساعت 10:54

د ميدان وردګ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، په دغه ولايت کې د يوې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ د هاوان مرمۍ د چاودیدو له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
 
دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين شاوخوا درې بجې د دې ولايت د سيداباد ولسوالۍ په دشت ټاپ سيمه کې رامنځته شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په ډېرو سيمو کې ناچاوده ماينونه ماشومان وژني.
 


د مطلب کود: 269110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269110/د-وردګ-په-مرکز-کې-چاودنې-له-امله-درې-ماشومان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com