افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي راډیو او ټلویزیون د خبر له مخې، د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د اختر په ورځو کې نږدې ۳۰ زره ګرځندویان چې ډېری یې کورني وو، د دغه ولایت له ښکلي طبیعت څخه لیدنه کړې ده.
دغه چارواکي زیاتوي چې د ښه امنیت ټینګښت د دې لامل شوی چې په کونړ ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د ګرځندویانو شمېر زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال کوچنی اختر په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله په ډاډمنه فضا کې تېر شو. خو په دې ورځو کې په ټول هېواد کې ترافيکي پېښو لسګونه کسان وژلي او ټپيان کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې کونړ د هېواد په ختيځ زون کې پروت ولايت دى، چې د لوړو غرونو او ښکلي طبيعت له امله د افغانستان په خلکو کې شهرت لري.