افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ایام الدین یلداش نن پنجشنبه د ثور په ۷مه،
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په سرپل کې شاوخوا ۲۰۰ تاریخي ابدات او لرغوني اثار شتون لري چې ډیری یې چې د ویجاړیدو له خطر سره مخ دي.
د هغه په وينا، د وخت په تېرېدو او د پخواني حکومت بې پروايي د دې لامل شوې، چې د دغو تاريخي زېرمو ډېره برخه له ترميم پرته پاتې شي او بېلابېلې برخې يې له منځه ولاړې شي.
یلداش زیاته کړه، د سرپل د اوبو تاریخي اثار له ۱۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ کلونو پورې تاریخ لري او ډېری یې د دغه ولایت په مرکز کې موقعیت لري.
هغه زياته کړه، که د دغه ولايت تاريخي اثار ژر تر ژره ورغول شي، په نږدې راتلونکي کې به يې ډېرى ودانۍ له منځه ولاړې شي.
په ورته وخت کې د سرپل ولايت يو شمېر پوهان هم د دغه ولايت د تاريخي آبداتو د ويجاړېدو له ګواښ څخه اندېښمن دي او له دولت څخه غواړي چې ژر تر ژره يې د ترميم او بيارغونې لپاره اقدام وکړي.