دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 269013
یونیسف په لوګر کې شاوخوا ۸۰ زره زده کوونکو او ښوونکو ته د زده کړې مواد برابر کړل
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دغه ولایت کې ۲۳۰۴ ښوونکو او ۷۵۶۶۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو ته د زده کړې او تدریسي مواد برابر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب وايي، د لوګر په ۲۷۵ ښوونځیو کې دغه شمیر ښوونکي او زده کوونکي د یونیسف له مرستو برخمن شوي دي.
 
د عرب په خبره، د لوګر ولایت زده کوونکو او ښوونکو ته د ۳۵۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت تعلیمي او تدریسي مواد برابر شوی دی.
 
د هشت صبح او د لوګر د پوهنې د مسوولینو په وینا، په اوسني وضعیت کې د تدریسي موادو مرسته د لوګر ولایت د زده کوونکو او ښوونکو له اساسي اړتیاوو څخه ده.
 
د راپورونو له مخې، یونیسف په دې وروستیو کې په ډېرو ولایتونو کې له زده کوونکو او ښوونکو سره د تعلیمي او تدریسي موادو مرسته کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcgqy9xwak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته