افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د جاپان سفارت (چهارشنبه، ثور ۶) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه مرستې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) له خوا شوې دي.
سفارت زیاته کړه چې د روان کال له پیل راهیسې دغه هېواد د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ۱،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۲ زره روغتیايي کڅوړې په زیانمنو افغان ښځو او نجونو وېشلې دي.
د جاپان سفارت ویلي: "دغه روغتیايي کڅوړې په اړو ښځو او نجونو ویشل شوي، داخلي بې ځایه شوي، له تاوتریخوالي څخه ژوندي پاتې شوي او هغه کسان چې د دوی د کورنیو لخوا د جنسیتي تبعیض له امله روغتیایی خدماتو ته له لاسرسي څخه منع شوي دي."
سفارت زیاته کړې، چې د روان کال په پیل کې یې د کاپیسا ولایت په اله سای او نجراب ولسوالیو کې نږدې دوه زره اړمنو کورنیو ته ژمنۍ کڅوړې (کمبلې او بوټونه) ویشلي دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته جاپان د دغه هېواد له اتباعو سره ډېرې بشري مرستې کړې دي.