دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 269002
د هیواد په دریو سمندري حوزو کې د سیلابونو او د سمندر د سطحې د لوړیدو امکان دی
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په پنج آمو، کابل او هلمند سمندري حوزو کې د سیلابونو او د سمندر د سطحې د لوړیدو خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت نن (چهارشنبه، ثور ۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اقلیم د بدلون او په هېواد کې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې د اورښتونو امکان شته.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بغلان، پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان، کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، لغمان او غزني د سیندونو په اوږدو کې د دغو سېلابونو د راوتو احتمال په پام کې نیول شوی او دا احتمال له نن څخه تر سبا ورځې پورې د اعتبار وړ دی.
 
تر دې مخکې د انرژۍ او اوبو وزارت د هېواد په پنځو سمندري حوزو (پنج امو، شمل، هلمند، کابل او هریرود) کې د بارانونو له امله د سیلابونو د راوتلو خبر ورکړی و.
 
باید وویل شي، چې د پلازمېنې ښاریان د ځمکې لاندې اوبو له کموالي شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdce7o8wwjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته