په بشردوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په لړ کښې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتو د سرمنشی له مرستیال مارتین ګریفیتس سره وکتل او د سوریې او یمن د بشری حالاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې. ګریفیتس د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت په بلنه تهران ته سفر کړی دی.