دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 268944
لوېديځ هڅه کوي چې د مفرور سياستوالو په کارولو سره په افغانستان کې نوې جګړه رامنځته کړي
د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د جمهوري دولت د دورې د یو شمېر سیاسي څېرو له غونډې وروسته، د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي، چې د غربي هېوادونو استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د تښتېدلي سیاستوالو ته د مالي امکاناتو په برابرولو سره د یوې نوې جګړې د پیلولو په لټه کې دي.
افغان غږ خبری آژانس: کابل: د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد رامین احمدزی له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلی چې د لویدیځو هیوادونو استخباراتی کړۍ په افغانستان کې د یوه نوی جنګ د پیلولو په لټه کې دی چې تښتیدلي سیاستوالو ته د مالی اسانتیاوو په برابرولو سره په افغانستان کې نوې جګړه پیل کړی.
 
هغه زیاته کړه، د افغانستان اوسنی حکومت باید د لویدیځو هېوادونو د شومو پلانونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او مفروضو سیاستوالو ته اجازه ور نه کړي چې قومي او نژادي مسایلو ته لمن ووهي.
 
د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه ټینګار وکړ، که اسلامي امارت د غرب د تخریبي سیاستونو او د مغرضو سیاستوالو له خوا د قومي او نژادي مسایلو د غوړولو په مخنیوي کې جدي اقدامات ونه کړي، په نږدې راتلونکي کې به لوی ګواښ رامنځته شي.
 
احمدزي دې ته په اشارې سره چې اسلامي امارت باید د ځینو غربي هېوادونو د تخریبي سیاستونو د مخنیوي لپاره په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي، تر څو نړیواله ټولنه په افغانستان کې موجوده حکومت په رسمیت وپېژني.
 
هغه څرګنده کړه، که څه هم تښتېدلي سیاستوال د خلکو په منځ کې ځای نه لري، خو د یو شمېر خلکو د پوهاوي له کمښت څخه کار اخلي او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره قومي او نژادي مسایلو ته لمن وهي.
 
په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه نبي زاده له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي:«ځینې مغرض سیاستوال له هېواده بهر د افغانستان په اړه غونډې کوي، چې د افغانانو په ګټه نه دي؛ ځکه چې په تېرو شلو کلونو کې د جمهوري ریاست سیاستوال دوی دي. تل د خپلو شخصي ګټو په لټه کې وو او د هیواد خلکو ته یې هیڅ پام نه کاوه.
 
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه د نظرونو د تبادلې او د مناسبو حل لارو په اړه د خبرو اترو د فرصت په توګه په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د نړیوالو مرستو چمتو کول خورا مهم او اړین دي، په دې شرط چې د افغان حکومت استازی په کې حضور ولري.
 
نبي زاده دې ته په اشارې سره چې د اسلامي امارت مشران دې په هېواد کې د اقتصادي او ټولنيزو زېربناوو د ښه والي لپاره هڅې وکړي او همدارنګه دې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ د افغانستان ځوانانو ته د کار او زده کړو د زمينې په برابرولو کې هڅې وکړي. ځوانان دې ډلې ته متوجه شي، ترهګر مه جوړیږي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د آزادۍ لپاره د مقاومت د پراخولو او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو د پلان په هدف د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د یو شمېر افغان سیاستوالو دویمه غونډه جوړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdci5var5t1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته