دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 268771
ملګرو ملتونو د ګوتریش د جاسوسۍ په تور د امریکا پر ضد شکایت کړی دی
ملګرو ملتونو د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د جاسوسۍ د راپورونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د پنټاګون د محرمو اسنادو افشا کېدو ته په اشارې سره یې د امریکا پر ضد رسمي شکایت کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې دا ډول کړنې د امریکا د ژمنو خلاف دي.
 
هغه زیاته کړه: موږ اوس په رسمي توګه کوربه هیواد ته د هغو وروستیو راپورونو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او نورو لوړ پوړو چارواکو اړیکې د امریکا د حکومت لخوا څارل کیږي او مداخله کیږي.
 
په دې وروستیو کې د پنټاګون د پټو معلوماتو افشا کېدو خبرونه خپاره کړي او په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۵۰ او ممکن تر ۱۰۰ پورې پټ پوځي او استخباراتي اسناد خلکو ته وړاندې شوي دي.
 
پنټاګون د دغو محرمو اسنادو خپرېدل د هېواد ملي امنیت ته یو "ډیر جدي" ګواښ بللی، خو د افشا شویو اسنادو په اړه یې څه نه دي ویلي.
 
په افشا شویو معلوماتو کې د دغه سازمان د عمومي منشي له مرستیالې امینه محمد سره د ګوتریش د شخصي خبرو یادونه شوې ده.
 
بايد يادونه وشي چې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر په نيويارک کې موقعيت لري، نو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي جاسوسي د امريکا لپاره ډېره ستونزمنه نه ده.
 
https://avapress.com/vdcgu79xqak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته