دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 268737
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د هېوادونو له ځانګړيو استازو سره ناسته به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړيو استازو سره د دغه سازمان د سرمنشي غونډه به د مې په لومړۍ او ۲مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چهار شنبې په ورځ (حمل ۳۰) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ټاکل شوې دغه غونډه د می له لومړۍ څخه تر ۲مې نیټې جوړه شي.
 
د هغه په ​​وینا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو استازي راغونډ کړي، څو د اسلامي امارت له چارواکو سره د چلند لپاره یوه ګډه تګلاره ومومي.
 
دوجاریک زیاته کړه: "د تړلو دروازو تر شا غونډه به د می په لومړۍ او دوهمه په دوحه کې ترسره شي چې موخه یې په افغانستان کې د پرمختګ لپاره د ګډو اهدافو په اړه د بین المللي تعامل بیا غښتلتیا ده."
 
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد ویلي و چې د دغه سازمان د عمومي منشي په غونډه کې به د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو له ځانګړيو استازو سره د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پر لارو چارو خبرې وشي.
 
هغه ټینګار کړی، چې د نړۍ هېوادونه باید د افغانستان د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت د رسمي پېژندنې او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcipvaryt1aqy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته