دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 268693
د ژغورنې نړیواله کمېټه به په افغانستان کې له ۲۴ زره اړمنو کورنیو سره د ۶ میلیونه ډالرو مرسته وکړي
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د ژغورنې نړیواله کمېټه له څه باندې ۲۴ زره کورنیو سره د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت نغدي او غیرې نغدي مرستې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (چهارشنبه، حمل ۳۰) خپره شوې، ویل شوی چې د دغه وزارت سرپرست محمد عباس اخند نن له غرمې مخکې له د ژغورنې نړیوالې کمیټې انسټیټیوټ مشر سره د مرستې په اړه خبرې وکړې.
 
د اسلامي امارت د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ناستې په ترڅ کې دواړو لورو دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
 
دغه وزارت ویلي، چې د دغو یادښتونو پر بنسټ به ۲۳ زره ۹۴۰ زیانمنې او اړمنو کورنیو ته د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له لوري د ۶ میلیونه اوه زره او ۸۲۴ ډالرو په ارزښت نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شي.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت سرپرست د افغانستان د لیرې پرتو سیمو لکه بدخشان واخان له خلکو سره د مرستې لپاره د ژغورنې د کمیټې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دوی هیڅ ډول خدماتو لکه سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو ته لاسرسی نه لري.
 
د ژغورنې کمېټې مشر له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د اعلاميې په حواله وويل، دغه سازمان هڅه کوي له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي.
 
د یادولو ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په وینا، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بېړنۍ کچې سره مخ دي او له قحطۍ څخه یو ګام لیرې دي.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcjhoe8tuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته