افغان غږ خبری آژانس: د دايکنډي امنيه قوماندان الحاج حکيم رفيع الله وايي، د دایکندي ولایت په کچه امنیت تامین شوی دی. ده وويل چې د دايکنډي ښاريانو ته د ښه امنيت د تامين په موخه د ولسواليو ټول چارواکي شپه او ورځ کار کوي.
د دایکندي امنیه قوماندان د دایکندي ولایت له ټولو خلکو وغوښتل چې د امنیت په تامین کې له چارواکو سره همکاري وکړي.
له بلې خوا د دایکنډي امنیه قوماندانۍ سرپرست سید محمد مهدوي چې د دایکنډي امنیه قوماندانۍ د یو کلن کاري راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې د دې قوماندانۍ ټولې ادارې د ښې حکومتوالۍ د وضعیت د ښه والي په برخه کې جدي کار کړی دی.
ښاغلي مهدوي وویل، په تېر کال کې د جنايي جرمونو ۲۱۱ قضیې ثبت او اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
مهدوي په تېر کال کې د ۲۹۱۹ پاسپورټونو د وېش خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې له دې لارې څه باندې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.