افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د دغه ولایت د سیمه ییزو ارګانونو په استازیتوب د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معز الدین احمدی پرون دوشنبه (حمل ۲۸) په یوه خبری ناسته کې وویل چې د مرکز فیض آباد ښار په ګډون په ۲۸ نقطو کې امنیتي پوستي د پلټني لپاره آماده دي.
هغه زياته کړه، خلک بايد هيڅ ډول انديښنه ونه لري او د ټولنې په روحيه سره د اختر په مراسمو کې ګډون وکړي.
احمدي دغه راز د خوشالۍ د میلو او د اور وژنې د مخنیوي یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د روژې مبارکه مياشت له کومې لويې امنيتي پېښې پرته تېره شوې، چې د هېوادوالو لپاره يې خوښۍ راپارولي دي.