افغان غږ خبری آژانس: د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پیښه د مهاراشترا په ایالت کې یوه ټولنیز فعال ته د جایزې ورکولو له مراسمو وروسته رامنځ ته شوې ده.
په دې مراسمو کې د هند د کورنیو چارو وزیر، اعلی وزیر او د مهاراشترا ایالت مرستیال وزیر هم حضور درلود.
دغه مراسم د شپې يوولس بجې پيل شول او د ماسپښين تر يو نيمو بجو يې دوام وکړ او د تودوخې درجه يې اته دېرش درجې ښودل شوې ده.
د مهاراشترا اعلی وزیر اعلان وکړ چې د وژل شویو کورنیو ته به نیم میلیون روپۍ ورکړي.